د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو انتظام ادارې په سوشل ميډيا باندې د سيلاب او خراب موسم په اړه افواهات رد کړي دي.
باغی تی وی رپورټ
پيښور: د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو انتظام ادارې په سوشل ميډيا باندې د سيلاب او خراب موسم په اړه افواهات رد کړي دي.
د خیبر پښتونخوا پي ډي ایم اې ویلي چې په سوشل میډیا د موسم او سیلابونو په اړه غیر تصدیق شوي پیغامونه گردش کوي، خلک دې په بې تصدیقه راپورونو باور نه کوي.
د پي ډي ايم اے وينا ده چې په دې لړ کښې د ورسک ډيم انتظاميې سره رابطه کړې شوې ده او وئيلي ئې دي چې د کابل سيند کښې د اوبو جريان نورمال دى.