امارت اسلامی یو واقعیت دې: المان

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کښې ویل شوي چې د امارت پلاوي چي په قطر کښې دې ، نن د المان نماینده سره لیدلی او په دې ملاقات کښې ډیر ښې او ګټورې خبرې شوي دي.
دا اعلامیه چې ډاکټر محمد نعیم وردګ ، د افغانستان اسلامی امارت د سیاسي دفتر ویاند، په خپل ټویټر پانړه خپره کړې وایی چې طالب مشرانو په قطر کښې د جرمني خاص استازی او د جرمني هیواد د افغانستان لپاره سفیر سر لیدنه کړي ، په دې لیدنه کښې د المان خاص استاز دا ویلي او منلې ی دا چې امارت اسلامی یو واقعیت دې ، مونږ غواړو چې افغانستان سره اړیکې او بشري مرستې جاري وساتو.
ددې په ځواب کښې د امارت اسلامی مشرانو د المان سفیر او استازې څخه مننه کړې او ورته ویلي ی دي چې امارت اسلامی افغانستان غواړي چې د نړۍ هیوادونو سره ښې اړیکې ولری.
د طالب مشرانو د اړخه د المان نمایندګانو ته ویل شوي چې په افغانستان کښې به د بشري مرستو کوونکو او ډیپلوماتانو ته په مکمل توګه امنیت وی او دوی ته امارت اسلامی ډاډ ورکوي.
که د امارت اسلامی د نن ورځې د المان هیواد د چارواکو سره دې ملاقات ته ژور نظر وکړۍ شي نو د افغانستان اسلامی امارت لپاره یو لویه لاس ته راوړنه ده چې دوی د المان هیواد چارواکو سره دومره ګټورې خبرې کړي، د المان چارواکي ی دې ته کښينول چې طالب مشرانو خبرې واوري او آخر هم د المان نمایندګانو اوومنله او وی ویل چې طالبان په افغانستان کښې یو حقیقت او واقعیت دې.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) October 11, 2021






