طالبانو د پلخمري ښار امنیت لپاره نوې قطعه په دنده وګومارله

طالبانو د پلخمري ښار امنیت لپاره نوې قطعه په دنده وګومارله
طالبانو د بغلان ولایت پلخمري ښار د امنیت لپاره د منصوري ځواک پۀ نوم نوې قطعه وګومارله.
دوی وايي چې دغې په سختو عملیاتو کې برخه اخستې ده او د بلغلان امنیت به پۀ ښۀ ډول وساتلی شي.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طالبانو د بغلان ولایت پلخمري ښار د امنیت لپاره د منصوري ځواک پۀ نوم نوې قطعه وګومارله.
دوی وايي چې دغې په سختو عملیاتو کې برخه اخستې ده او د بلغلان امنیت به پۀ ښۀ ډول وساتلی شي.
د دغې قطعې یو تن سرباز وايي چې ” دوی آماده دي په ټول توان او پۀ پوره امانتدارۍ دې وطن، خاورې او اسلام ته خدمت وکړي، دښمن ته به هېڅ وخت موقع ورنکړي چې د دې وطن امنیت خراب او د خلکو ژوند وګواښي”.
د ا.ا.ا مسؤلینو ویلي چې ټولو ولایتو ته پۀ پام کې لری چې پۀ ځانګړي یونیفورم او وسلو سمبال او نظامي روزل شوي کسان د ښارونو د امنیت لپاره وګوماري.
تر اوسه د ننګرهار، کندز، بغلان، زابل، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو لپاره د ښار د ځینو برخو امنیت منصوري ځواک ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو درې مهمې قطعې منصوري ځواک ، فاتح ځواک او بدري قطعه هېڅ نوعه مالي او مادي امتیازات تر دې دمه نلري.






