کراچۍ کې د سترګو ماهر ډاکټر بيربل د وژنې په مقدمه کې يو مهم پرمختګ شوی، پوليسو اسسټنټ ډاکټر قرة العين هم نيولی دی.

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ کې د سترګو ماهر ډاکټر بيربل د وژنې په مقدمه کې يو مهم پرمختګ شوی، پوليسو اسسټنټ ډاکټر قرة العين هم نيولی دی.
پوليس چارواکي وايي چې په مقدمه کې د ټپي شوي اسسټنټ ډاکټر قرات العين په اړه هم شک څرګند شوی، په داسې حال کې چې د هغه ريکارډ کړی بيان هم مشکوک دی.
د پوليس چارواکو په وينا د ژوبل شوي معاون د موبائل فون ريکارډونه هم غوښتل شوي دي۔
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د لياري ايکسپريس وے ګارډن انټرچينج سره نزدې په يو ګاډي د ډزو په نتيجه کې ډاکټر بيربل ګيناني وژل شوی وو او د هغه اسسټنټ ډاکټر قرة العين هم ژوبل شوې وه. پوليسو د ډاکټر بيربل د ورور په شکايت د باغ پوليس سټيشن کښې د قتل مقدمه درج کړې وه، په مقدمه کښې د ژوبل شوې زنانه اسسټنټ باندې شک څرګند کړے شوے دے۔
وروسته پوليسو د زاړه ښار له سيمې يو تن د ډاکټر بيربل په وژنه کې د لاس لرلو په شک نيولى دى، نيول شوى کس د ډاکټر بيربل د مرستيال نږدې خپلوان دى.
ډاکټر بیربل د سترګو متخصص او د کراچۍروغتیا میټرو پولیټن کارپوریشن (KMC) پخوانی لوړ پوړی رییس و، د سپینسر سترګو روغتون لیاري میډیکل سپرنټنډنټ و او یو نیم کال دمخه د عامه روغتیا ښار حکومت له رییس څخه تقاعد شو.






