د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل والي سره د دې ولایت د خلکو په غوښتنو او ستونزو خبرې کړي.

0
94

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل والي سره د دې ولایت د خلکو په غوښتنو او ستونزو خبرې کړي.

31 مارچ جمعه 2023

د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیرماښام د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل.

 

په دې کتنه کې، د کابل والي د حکومتولۍ څرنګوالي راپور او د دې ولايت د خلکو ستونزې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته وړاندې کړې او د دې ولايت اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره يې د اسلامي امارت د مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

نوموړي همداراز د رياست الوزرا اداري معاونیت څخه وغوښتل، چې د مجاهدينو د سرنوشت ټاکلو او د ادارو د ستونزو حل ته دې هم ځانګړې پاملرنه وشي.

 

د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د نوموړي د خبرو او وړانديزونو تر اورېدو وروسته وويل، د اسلامي امارت مسؤولين په هره کچه د افغان ملت خدمت او ستونزو حل ته تيار دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل د پل خشتي څخه تر پل باغ عمومي پورې سرک او سیند غاړې دوکانونو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال ژمنه وکړه، چې په ټولو برخو کې به د دې ولايت د خلکو ستونزو ته رسيدګي او د حل لپاره يې اقدام وشي او زياته يې کړه، د روان کال په تشکيل کې به د ادارو ستونزې حل شي.

Leave a reply