د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ګیس له لوډشیډنګ نه ستړي شوي ښاریانو غوښتنه کړې چې په روژه کې دې لږ تر لږه د مهال وېش له مخې ګاز ورکړل شي

0
106

باغي ټي وي رپورټ
د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ګیس له لوډشیډنګ نه ستړي شوي ښاریانو غوښتنه کړې چې په روژه کې دې لږ تر لږه د مهال وېش له مخې ګاز ورکړل شي.

د کراچۍ په مختلفو سیمو کې د ګیس لوډشیډنګ له وجې ښاریان اندېښمن دي او د سحر او افطار په تیاریو کې له ستونزو سره مخ دي.

په ګوجرانواله کې د ګیس د نشتوالي په اړه خلکو شکایت کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې له مهالوېش سره سم دې ورته ګاز ورکړي.

دې نه علاوه ملتان، فیصل آباد او راولپنډۍ کښې هم د ګیس لوډشیډنګ له وجې ښاریان اندېښمن شوي دي.

ښاريان وايي، د سحر او افطار چمتو کول هم ستونزمن شوي، که په سلنډر کې خواړه پخوي، نو په دې لوړه بيه به څنګه ژوند وکړي؟

Leave a reply