د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په سپريم کورټ كښې د التوا د مقدمو تفصيل قومي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو
باغي ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په سپريم کورټ كښې د التوا د مقدمو تفصيل قومي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو
د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په سپريم کورټ كښې د التوا د مقدمو تفصيل قومي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو۔
د قانون وزير اعظم نذير تارړ د سوال په وقفه کښې د تحريري جواب جمع کولو په وخت اوويل چې په سپريم کورټ کښې د تېرو پنځو کالو راهسې 380 زره 436 مقدمې التوا دي.
په خپل ليکلي ځواب کې د قانون وزير وويل چې په سپريم کورټ کې د پنځو کالو راهسې 51 زره 744 مقدمې التوا دي، په داسې حال کې چې اسلام اباد هائي کورټ کې 17 زره 104 مقدمې التوا دي.
د لاهور هائي کورټ کښې د پينځو کالو راهسې د التوا د مقدمو شميره يو لاک 79 زره 425 ده په داسې حال کښې چې د سندهـ هائي کورټ کښې د التوا کيسونو شميره 85 زره 781 ده.
د دې نه علاوه پيښور هائي کورټ کښې 41 زره 911 مقدمې او بلوچستان هائي کورټ کښې 4 زره 471 مقدمې التوا دي۔
ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ غړې نزهت صادق پټان په سپريم کورټ کې د پنځو کالو راهسې د پرتو مقدمو تفصيلات غوښتي وو.