طالبان: پکتیا کې مو د داعش پۀ تور پنځه کسه نیولي دي

طالبان: پکتیا کې مو د داعش پۀ تور پنځه کسه نیولي دي
د پکتیا ولایت د اعلاعاتو کلتور رئیس ویلي چې دوی د دغه ولایت احمد آباد ولسوالۍ کې پنځه تنه داعشیان چې پر طالبانو او عامو افغانانو ئې د حملو پلان درلود نیولي دي.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتیا ولایت د اعلاعاتو کلتور رئیس ویلي چې دوی د دغه ولایت احمد آباد ولسوالۍ کې پنځه تنه داعشیان چې پر طالبانو او عامو افغانانو ئې د حملو پلان درلود نیولي دي.
د پکتیا ولایت د اعلاعاتو کلتور رئیس خالقیار احمدزي رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت احمد آباد ولسوالي کې ئې د یو لوړ ځانګړو عملیاتو پایله کې پنځه تنه د داعش هغه غړي نیولي چې قصد ئې درلود د پکتیا امنیت ګډوډ کړي او دعامو خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي.
نوموړي چې دغه کسان به تر پوښتنو ګروېګنو وروسته عدلي او قضايي اورګانو ته وروپېژني او سخته سزا به ورکړل شي.
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا خبر ورکړی ؤ چې د دوی تر وتلو وروسته ممکن افغانستان دداعش او القاعده ډلې پر مرکز بدل شي؛ خو د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دوی دغه څرګندونې رد کړې وې او ویلي يې ؤ چې داعش ډله افغانستان کې سر نشي راپورته کولی او که د سر راپورته کېدو هڅه وکړي دوی به ئې سخت وځپي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس دغه خبر داسې مهال ورکوي چې وړمه ورځ داعش ډلې کندز ولایت کې پر مسجد د جمعې د لمانځه پر مهال برید وکړ چې خوا و شا درې سوه کسانو ته ئې مرګ ژوبله واړوله.






