د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د پټرول په بیه د سبسایډي وړاندیز رد کړی دی

0
163

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د پټرول په بیه د سبسایډي وړاندیز رد کړی دی.

دسرچينو ترمخه ائي ايم ايف دحکومت لخوا د 800 سي سي څخه کم موټر سائيکلونو او ګاډو لپاره د ارزانه پټرول په منصوبه سخت اعتراض کړى دى. IMF پوښتنه راپورته کړه چې د دې سکیم لپاره به څومره سبسایډي ته اړتیا وي؟ دا به له کوم ځای څخه راځي او څومره مصرف کونکي به ولري؟ په سکیم کې به څومره تاوان وي؟ IMF له حکومته په دې برخه کې د بشپړ پلان غوښتنه کړې ده.

سرچينې وائي دپاکستان اؤ ائي ايم ايف ترمينځ ورچوئل رابطه شوې ده چې پکې ائي ايم ايف په پټرول سبسډي په نظرثاني کولو ټينګار کړى دى په داسې حال کې چې آئي ايم ايف بي وزلو ته دزياتې موثرې سبسډي ورکولو زور راوړى.

Leave a reply