امریکا: طالبانو سره مو وروستۍ خبرې ښې وې

امریکا: طالبانو سره مو وروستۍ خبرې ښې وې
امریکا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکو تر وتلو وروسته طالبانو سره په دوحه کې لۀ لومړنۍ دوه ورځنۍ لیدنې وروسته ویلي چې له طالبانو سره ئې دغه لیدنه صریح او مسلکي وه.
بل خوا طالبانو هم ویلي چې ” امریکا سره مو دوه ورځنۍ لیدنه ښه او له لاسته راوړونو ډکه وه”.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکو تر وتلو وروسته طالبانو سره په دوحه کې لۀ لومړنۍ دوه ورځنۍ لیدنې وروسته ویلي چې له طالبانو سره ئې دغه لیدنه صریح او مسلکي وه.
بل خوا طالبانو هم ویلي چې ” امریکا سره مو دوه ورځنۍ لیدنه ښه او له لاسته راوړونو ډکه وه”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې امریکايي او طالب لوري افغانستان کې د ټولشموله حکومت، امریکایي اتباعو او هغه افغانان چې غواړي له افغانستان څخه ووځي پر وتلو، د ښځو پرمعنا حقوقو، بشري حقوقو، امنیت او د ترهګرۍ په اړه د اندېښنو په اړه خبرې وکړې.
پرایس ویلي چې دغه خبرې مسلکي او صریحې وې. نوموړي همدارنګه ویلي چې دواړو لوریو د افغانستان له خلکو سره پر مخامخ مرستو کولو هم خبرې کړې دي.
پرایس دا ندي ویلي چې د امریکا او طالب استازي دغه لیدنه کې کومې هوکړې ته رسېدلي او په کومو مواردو موافقه شوې او که نه.
طالب چارواکو بیا ویلي چې دوی له امریکا د افغانستان په میلیاردونو ډالرو پیسو خلاصول او په افغان خاوره یا فضاء بیا تېري نکولو په هکله هم خبرې کړې دي.
امریکا بیا ویلي چې دغه لیدنه د طالبانو د پر رسمیت پېژندنې لپاره نده ترسره شوې، یوازې د دوحې تړون د بشپړ عملي کولو پۀ هکله له طالب لوري سره خبرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لوړ رتبه چارواکو د افغانستان په اړه پاکستان ته هم سفر کړی ؤ.






