سوداګرۍ خونه وايي چې ډېر ژر به چین او بهر ته د هوا له لارې د جلغوزو صادرات پیل شي
سوداګرۍ خونه وايي چې ډېر ژر به چین او بهر ته د هوا له لارې د جلغوزو صادرات پیل شي
تر دې وړاندې د خوست، پکتیا او ننګرهار ولایت کې تجارانو او بڼوالو شکایت کړی ؤ چې سږ کال د جلغوزو د پلور لپاره بازار نلري او که بازار ورته پیدا نشي؛ د دوی جلغوزي به پاکستان ته پۀ ډېره ارزانه بیه قاچاق کړی شي؛ خو د ا.ا.ا ورته ډاډ ورکړی ؤ چې د دوی د جلغوزو لپاره به بازار مومي.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې له کام ایر هوايي شرکت او د جلغوزو صادروونکو اتحاديې سره د تازه هوکړې له مخې، ډېر ژر به چین او نورو هېوادونو ته د ځانګړو پروازونو له لارې د جلغوزو صادرات پیل شي.
د یادې خونې مرستیال یونس مهمند وايي، دوی له ټولو اړوندو اداره سره په ګډه هڅه کوي، تر څو بهر ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د نوموړي په خبره، په هېواد کې وروستیو بدلونونو د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې ځینې ننګونې رامنځته کړې وې، خو په وینا یې، د ستونزو د حل په موخه یې هڅې چټکې کړي او زیاتوي چې یو شمیر نړیوال شرکتونه هم چمتو دي، ترڅو د افغانستان صادراتي توکي د هوايې دهلېز له لارې بهر ته ولېږدوي.