جان بولټن وايي چې موږ افغانستان پرېښود خو موږ به پرې نه ږدي
هغه خبرداری ورکړی چې ښایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي. بولټن د امریکا د ملي امنیت داسې سلاکار و، چې تل یې حکومتونو ته د جګړو مشوره ورکوله، په افغانستان کې د جګړې د دوام او له ایران سره د نوې جګړې د پيلولو ملاتړی هم و.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني امریکایي چارواکي وایي اوسنی امریکایي حکومت باید د افغانستان په اړه اندېښنه ولري.
د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دې هېل نشریه ته په یوه لیکلې مقاله کې له افغانستان وتل ناکامه پرېکړه او د وتلو بڼه له شرمه ډکه بللې ده.
هغه په دې مقاله کې د بایډن پر حکومت او د تېرو ولسمشرانو پر اداره هم نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه یې واضح دریځ نه درلود او د میلیاردونو ډالرو لګښت تر څنګ یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
هغه زیاته کړې چې موږ افغانستان پرېښود خو افغانستان به امریکا او د دوی متحدین پرې نه ږدي.
هغه خبرداری ورکړی چې ښایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي. بولټن د امریکا د ملي امنیت داسې سلاکار و، چې تل یې حکومتونو ته د جګړو مشوره ورکوله، په افغانستان کې د جګړې د دوام او له ایران سره د نوې جګړې د پيلولو ملاتړی هم و.
تر بولټن وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د بایډن له افغانستان څخه د وتلو پر ماموریت سختې نیوکې کړې وې او ویلي ئې ؤ چې بايډن د مدیریت وړتیا نلري او باید لۀ دندې ګوښه کړل شي.










Leave a Reply