د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د سوشل میډیا مشر اکرام کټانه په سوشل میډیا د ادارو په ضد د کمپاین کولو په قضیه کې له نیول کیدو دمخه ضمانت ترلاسه کړ

0
229

باغي ټي وی رپورټ

پېښور: د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د سوشل میډیا مشر اکرام کټانه په سوشل میډیا د ادارو په ضد د کمپاین کولو په قضیه کې له نیول کیدو دمخه ضمانت ترلاسه کړ.

د پولیس وینا ده چې د حسنین رضا په درخواست د ګلبهار پولیس سټیشن کښې د اکرام خټانه خلاف ایف آئي آر درج کړې شوې دې.

د درج شوي ايف آئي آر ترمخه اکرام خټانه د ادارو په ضد پروپيګنډې کولو کښې مخکښه کسانو کښې دے، د اکرام کټانه خلاف دې کاروائي وشي۔

پوليس زياتوي چي د ايف آئي آر درج کيدو نه پس د اکرام په کور چاپه وهلې شوه ولي هغه کور کښي موجود نه وو نو د قانون عمل به په هر صورت يقيني کړے شي۔

بل اړخ ته د پي ټي آئي سوشل ميډيا مشر اکرام خټانه د عدالت نه د ګرفتاري نه مخکي ضمانت ترلاسه کړے د ايډيشنل سيشن جج بخت عالم د اکرام خټانه د ضمانت درخواست منظور کړے دے۔

Leave a reply