طالب مشرانو د کندوز برید د وژل شوو افغان وګړو فاتحه کړې

0
235

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشران د کندوز خان آباد جماعت د چاودنې متاثره کورنیو سره لیدلې او دوی ته ی فاتحه کړې، طالب مشرانو د متاثره کورنیو سره خوا خوږي څرګنده کړې ده.

د جمعې په ورځ ۸ اکتوبر، د کندوز په خان آباد جماعت کښې یو چاودنه کښې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوی وو، ددې حملې ذمه واری داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه.
د متاثره کورنیو سره د کندوز اړوند د امارت اسلامی مشرانو د غم څرګندونه وکړو او دوی ته ی ډاډ ورکړو. یاده دې وي چې د طالب مشرانو په بیان کښې ویلي دي چې دوی داعش ډلې سره د مقابله کولو طاقت لري او به کولې شي چې ددې ډلې نه افغانستان پاک کړي. د کابل هوایی ډګر نه پس دا اول ځل وشو چې د داعش ډلې یو مذهبي ځای، جماعت هدف کړو، دفاعي کارپوهان وایی چې داعش که داسې بریدونه جاري وساتي نو دا به امارت اسلامی ته په افغانستان کښې یو ډیر لوی چیلنج او خطره مخې ته راشي.

Leave a reply