کونړ کښې ګنړشمیر عالمانو د امارت اسلامی ملاتړ اعلان کړې

0
87

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په کونړ ولایت کښې په لسګونو د اشاعت التوحید ډلې عالمانو د امارت اسلامی د ملاتړ او حمایت کولو اعلان وکړو. د کونړ والي مولوي محمد قاسم د دیني عالمانو سره په لیدنه کښې اوویل چې دیني عالمان په ټولنه کښې ډیرې ذمه وارۍ لري او دوی د ټولنې معنوی طبیبان دې.

یاده دې وی چې د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کابل، ننګرهار او کونړ کښې د ډیرو ورځو نه ددې ولایتونو د والی غونډې تابیا کیږي او په دې غونډو کښې د امارت اسلامی سره په ګنړ شمیر کښې دیني عالمان اونور مشران د ملاتړ اعلان کوي.
دا خبره هم د یادونې وړه ده چې په کندوز کښې د جمعې په ورځ یو ځانمرګي برید کښې تر ۵۰ شیعه وګړي مړه شوي او په ګنړ شمیر کښې ژوبل شوي دي، ددې برید ذمه واری داعش خراسان ډلې په غاړه اخستې ده، د امارت اسلامی مشران وایی چې دوی طاقت لري چې ځان له د داعش ډلې په ضد کاروایی وکړي او ددې ډلې نه افغانستان پاک کړي خو بیا هم دفاعي شنونکي وایی چې که داعش داسې بریدونه پیل کړي نو دا به د امارت اسلامی لپاره یو بل چیلنج او خطره شي او ددې هیواد امن به یو ځل بیا خراب شي.

Leave a reply