د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان انتخابات نه غواړي او هغه یو ځل بیا خپل ځان سیلیکټ کول غواړي.

0
121

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان انتخابات نه غواړي او هغه یو ځل بیا خپل ځان سیلیکټ کول غواړي.

لاهور کې دخبرو په مهال مريم اورنگزېب وويل عمران خان دعدالت اؤ احتساب څخه بچ کول غواړي، هغه عدالت ته نۀ ځي، د جلسې دپاره پاکستان ته تلل پکار دي، د ويرې بت ماتونکي په بلټ پروف خبرې وکړې.
مريم اورنګزېب وويل د عمران خان کومه سياسي ستونزه نه ده، ټولې ستونزې رواني دي، د ملک آئين او قانون په بدو عادتونو کار نه شي کولی، د دې کس باور څوک کوي، پرون د لاهور خلکو هغه رد کړی دی.
د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل که معيشت ښه کول وي نو په خېبرپښتونخوا کښې لس کاله ولې نه شول، دا ډرامه به اوس ختمه شي، په خېبرپښتونخوا کښې په لسو کالو کښې د هدفي سبسډي ډيټا هم نه ده جوړه شوې، پنجاب کښې هم نه ده. د یو کروړ دندو په ځای په څلورو کلونو کې یو کروړ کسان بې روزګاره شول.

ده ووئيل چې عمران خان په هېواد كښې انتخابات او يا د آئين حاكميت غوښتل نو ولې يې اسمبلۍ منحل كړې؟ اوس عمران خان ته بله چاره نه ده پاتې، د عمران خان ټولې دسیسې او اجنډا ناکامه شوې ده.

Leave a reply