ډبلیو اچ او وايي چې تر اوسه پورې؛ افغانستان ته ۱۸۶ قلمه صحي او طبي توکي رسېدلي دي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې تر اوسه پورې افغانستان ته ۱۸۶ قلمه صحي او طبي تجهیزات رسېدلي دي چې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه وګړو لپاره بسنه کوي.
(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ اپور
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې تر اوسه پورې افغانستان ته ۱۸۶ قلمه صحي او طبي تجهیزات رسېدلي دي چې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه وګړو لپاره بسنه کوي.
یاد سازمان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا وسائل په ۹ پروازونو کې کابل ته لېږدول شوي دي.
د دغه سازمان په خبره، په یادو مرسته شویو محمولو کې درمل، طبي توکي او ځینې تجهیزات شامل دي.
په مطلب کې راغلي چې دا مرستې د افغانستان ټولو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوالې څانګې مشر کابل ته سفر کړی ؤ، تر سفر وروسته نوموړي وویل چې که افغانستان سرخ بېړنۍ روغتیايي مرستې ونشي، هلته به بشري ناورین رامنځته شي، ځکه د دۀ په وینا چې د افغانستان ۱۷ سلنه روغتیايي مرکزونه فعال او پاتې نور ئظط د درملو او مالي امکاناتو د نشتون له امله تړلي دي.
نوموړي په نړیواله ټولنه غږ کړی ؤ چې ژر تر ژره دې افغانستان سره د روغیتايي توکو او مالي امکاناتو په برابرولو کې مرستې وشي؛ تر څو هلته د بشري ناورین د پېښېدو مخه ونیول شي.
د نوموړي د دغو خبرو تر کېدو وروسته نړیوالې ټولنې د روغتیا برخه کې افغانستان سره درې سوه میلیونه ډالره مرسته وکړه.










Leave a Reply