د میدان وردګو ولایت امنیه قومنداني: هغه کس مو نیولی چې خپله مېرمن ئې وژلې وه

د میدان وردګو ولایت امنیه قومنداني: هغه کس مو نیولی چې خپله مېرمن ئې وژلې وه
د میدان وردګو په مرکز بهسود کې، خاوند خپله مېرمن وهلې/ ډبولې او وروسته يې په ډزو وژلې ده. د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نعیم عمري د پېښې پخلی کوي او وایي، پېښه پرون سهار ۸ بجې رامنځته شوې، چې قاتل د تېښتې هڅه کوله، خو په ۴ ساعتو کې نیول شوی او عدلي ارګانونو ته سپارل شویدی.
(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو په مرکز بهسود کې، خاوند خپله مېرمن وهلې/ ډبولې او وروسته يې په ډزو وژلې ده. د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نعیم عمري د پېښې پخلی کوي او وایي، پېښه پرون سهار ۸ بجې رامنځته شوې، چې قاتل د تېښتې هڅه کوله، خو په ۴ ساعتو کې نیول شوی او عدلي ارګانونو ته سپارل شویدی.
تورن حبیب الله نومېږي، د همدې ولسوالۍ د ګهواره قل کلي اوسېدونکی دی، د سیمې خلک د پېښې د څرنګوالي په اړه ناخبري ښیي، خو تر څنګ یې ځیني سرچینې وایي، ښځه له زیات تاوتریخوالي سره مخ وه.
عبدالحمید، چې د وژل شوې ښځې پلار او د غزني د ناور ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي، لور یې د یاد کس لخوا تښتول شوې وه، خو وروسته د خلکو د منځګړیتوب په اساس ورته یو لک افغانۍ مهر ورکړل شو او نجلۍ نکاح شوه، اوس چې وژل شوې، دی له ا.ا عدالت غواړي.
حبیب الله ۲۷ کاله عمر لري او مېرمن یې د ۲۴ کالو وه، د ژوند ثمره یې نه وه، ده په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اقرار کړی او ویلي یې دي”مېرمن مې زما له خوښې پرته نورو کورونو ته تله.”
سیمه ييزه سرچینې وایي، یاد کس له دې مخکې بله ښځه هم درلوده، چې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې طلاقه شوه او پخواني نظام هم د دوی کړنو ته توجه ونه کړه، دوی وایي، پخوانۍ ادارې د ښځو د حقوقو نارې وهلې، خو په اصل کې همدوی د ښځو حقوق سلبول او په ورته پېښو یې خلکو ته جرئت ورکولو.
د ارواه پوهانو په آند، په افغاني ټولنه کې د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي/ ورته پېښو علتونه زیات دي، خو مهم یې بېوزلي، جبري ودونه، د کورنیو تر منځ بېځایه سیالي او د سواد کچې ټیټوالی دی.