د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) وايي، پاکستاني چارواکو د پټرول سبسایډي له اعلان مخکې مشوره نه ده کړې
باغي ټی وی رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) وايي، پاکستاني چارواکو د پټرول سبسایډي له اعلان مخکې مشوره نه ده کړې.
د IMF د ویاند په وینا، IMF د ارزانه پټرول چمتو کولو سکیم په لګښت، اهدافو او عملیاتي توضیحاتو خبرې کوي.
بیان کې ویل شوي چې دوی به له پاکستاني چارواکو سره د ارزانه پټرول سکیم کې د درغلۍ مخنیوي، د زیانونو د پوښښ لپاره خبرې وکړي، مستقیم نقدي سپانسرشپ د مستحق او اړو خلکو سره د مرستې لپاره غوره لاره ده.
د دې تر څنګ په پاکستان کې د IMF استازې استر پیریز په وینا، د پالیسۍ د اجنډا د پلي کولو لپاره د مالي مرستو خوندي کول لومړی لومړیتوب دی، د ځینو پاتې ټکو بشپړولو وروسته به د کارمندانو په کچه موافقه وشي.
ياده دي وي چي د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چي د غريب اولس لپاره د پټرولو په نرخ کښي د کمي فيصله شوي ده چي له وجي به موټر سائيکل چلونکي ته د پيټروليم په نرخ کښي د 50 روپو په ځاي 100 روپئ کمي راسي۔
د مصدق ملک په وينا، موټرسايکل چلوونکي هره مياشت ۲۱ لېټره پټرول کاروي، ۲۱ لېټره يې ارزانه پېرل کېږي، که له ۲۱ لېټرو زيات وکاروئ نو پوره بيه به يې ورکړي.