د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د حفاظتي ضمانت لپاره لاهور هائي کورټ کښې د حاضرېدو فيصله کړې ده
باغي ټی وی رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د حفاظتي ضمانت لپاره لاهور هائي کورټ کښې د حاضرېدو فيصله کړې ده.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان لخوا په 9 مقدمو کښې د حفاظتي ضمانت درخواستونه جمع کړې شوي دي چې پکښې 5 اسلام آباد او 4 لاهور کښې د عبوري ضمانت درخواستونه جمع کړې شوي دي۔
سرچينې وائي چې په دې لړ کې دتحريک انصاف چيئرمين عمران خان لاهور هائي کورټ کې د حاضريدو فيصله کړې ده.
دسرچينو ترمخه عمران خان به دماښام 2 بجو څخه وروستو عدالت کې حفاظتي ضمانت لپاره حاضريږي، دهغه څخه دتيريدو څخه وړاندې کارکونکو ته د زمان پارک ته دتلو بلنه ورکړل شوې ده، کارکنان به دعمران خان سره دمنځګړيتوب په مهال هم ورسره وي. محکمه