د پاکستان سترې محکمې د ولسمشر ډاکټر عارف علوي د نااهله کولو درخواست رد کړ

0
176

باغي ټی وی رپورټ
سترې محکمې د ولسمشر ډاکټر عارف علوي د نااهله کولو درخواست رد کړ

د درخواست اورېدنه د جسټس اعجازالاحسن په مشرۍ كښې درې كسيزه بنچ وكړه۔

عریضه کوونکي ظهور مهدي ویلي چې زه صدارتي امیدوار وم، د عارف علوي په کاغذونو شپږ اعتراضونه شوي وو، عارف علوي د صدارتي انتخاباتو په وخت کې تر مقدمې لاندې تورن و.

عریضه کوونکي وویل، زما اسناد ځکه رد شول، چې ملاتړي او وړاندیزي نه وو، هېواد اوس له بحران سره مخ دی، داسې څوک چې وړ نه وي ولسمشر شي، سیاسي ګوندونه له یو بل سره په ټکر کې دي.

جسټس اعجازالحسن وويل دا ستاسو مسله نه ده چې سياسي ګوندونه يو بل سره جنګيږي، کوم سياسي ګوندونه کوي هغه سياسي کړنلاره ده.

Leave a reply