هندي لیکوال، شاعر او سندرغاړي جاوید اختر اردو ژبه د هندي ژبې په توګه اعلان کړې ده

0
223

باغی ټی وی رپورټ

د هندي ميډيا له مخې جاويد اختر او مېرمن يې شبانه اعظمي د خپل اردو شعري کتاب د پرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړ چې پکې يې د دې ژبې پر اهميت خبرې وکړې.

د غونډې په مهال جاوید اختر وویل چې اردو د پاکستان یا مصر نه بلکې هند پورې اړه لري، دا ژبه له بهر نه راغلې، دا زمونږ خپله ژبه ده، له هنده بهر نه خبرې کیږي.

جاوېد اختر زیاته کړه چې پاکستان د وېش نه وروسته وجود کې راغلی، پخوا یوازې د هند برخه وه، نو اردو ژبه پکې نشته.

هندي سندرغاړي ویلي، چې اردو د متحد هند سیمه ییزه ژبه ده، خو پنجاب یې په ترویج او مشهورولو کې مهم رول لوبولی، دا سمه نه ده چې اردو ته د پاکستان ژبه وګڼل شي.

هغه د هندیانو په اړه چې اردو د پاکستان ژبه ګڼي، زیاته کړه چې اوس پاکستان کشمیر خپله برخه بولي، ایا موږ یې ومنو؟ اردو ژبې ته باید اهمیت ورکړل شي، د هند نوي نسل اردو ژبه هېره کړې ده.

جاوید اختر زیاته کړه چې ژبې له مذهب سره تړل ناسم کار دی، ژبه له مذهب سره نه بلکې له هېوادونو سره تړلې ده، نو اردو د کوم مذهب ژبه نه بلکې د هند ژبه ده.

ياده دې وي چې جاويد اختر تيره مياشت د فيض فيسټيول په مهال د پاکستانيانو په اړه متضادې خبرې کړې وې چې له هغه وخت راهسې په خبرونو کې دی.

Leave a reply