انټربینک کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی لیدل شوی دی

0
86

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: انټربینک کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

تیره ورځ دکاري هفتې په لمړۍ ورځ په انټربینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی راغلی او ډالر د 84 پیسو په مقابله کې په 281.61 روپۍ وتړل شو.

نن د سه شنبې په ورځ د کاروبار پرانستل کیدو سره په انټربینک کې د ډالر په نرخ کې زیاتوالی لیدل کیږي او د ډالر په نرخ کې ۱۴ پیسې زیاتې شوي دي.

دا مهال په انټربینک کې د یو امریکايي ډالر نرخ ۲۸۱ روپۍ ۷۵ پېسې دی.

Leave a reply