پرون د دوشنبې په ورځ په قطر کې د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پېل شوه

0
89

د دې غونډې په اجنډا کې ویل شوي چې له افغانستان د امریکا او نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د ا.ا له لوري د واک تر خپلولو وروسته لوی بدلونونه تجربه کړي دي.

د دغو بدلونونو په پایله کې د دغه هېواد د شاوخوا نیم نفوس لپاره د زده‌کړو او کار فرصتونه خورا کم شوي. که څه هم په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي حضور نه لري، خو د مخکیني حکومت ځينو چارواکو او د پارلمان غړو په‌کې ګډون کړی دی.

(2023 / 3 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پرون د دوشنبې په ورځ په قطر کې د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پېل شوه.

د قطر د نړۍوال امنیت د څېړنو نړۍوالې اکاډمۍ په خپله رسمي پاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به درې ورځې دوام ومومي او پر درېیمه ورځ یې د افغانسان د بدلونونو او د امنیت، حکومتولۍ او بشري حقونو په برخو کې د هېواد د لرلید په تړاو خبرې وشي.

د دې غونډې په اجنډا کې ویل شوي چې له افغانستان د امریکا او نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د ا.ا له لوري د واک تر خپلولو وروسته لوی بدلونونه تجربه کړي دي.

اړوند موضوعات:

کشورهای عضو سازمان شانگهای: امنیت افغانستان برای کل منطقه مهم است

Leave a reply