د لاهور هائي کورټ د پاکستان د اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) لخوا د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د ويناو او بيانونو په نشرولو د بندېز حکم معطل کولو حکم د مارچ تر 20مې نيټې پورې غځولى دى

باغي ټي وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د پاکستان د اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) لخوا د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د ويناو او بيانونو په نشرولو د بندېز حکم معطل کولو حکم د مارچ تر 20مې نيټې پورې غځولى دى.
د لاهور هائي کورټ د چيف جسټس جسټس عامر بهټي په مشرۍ درې کسيزه فل بينچ د لاهور هائي کورټ کښې د عمران خان د ويناو په نشرولو د بنديز په ضد د درخواست اورېدنه وکړه۔
عدالت د بنديز نوټيفيکيشن معطل کولو حکم تر ۲۰ مارچ پورې غځولی او د پيمرا وکيل ته يې هدايات ورکړي چې د اختياراتو په اړه ليکلي دلائل وړاندې کړي.
ياده دي وي چي پيمرا د مارچ په پنځمه نيټه د پخواني وزيراعظم عمران خان د خبرو او بيانونو په نشر او ټيليکاسټ بنديز لګولي وو۔
عمران خان د پيمرا هغه اقدام چيلنج کړی دی چي د ويناوو پر نشراتو بنديز ولګول شي.
عدالت د مارچ په نهمه نېټه د عمران خان د ويناوو او بيانونو په نشرولو د پيمرا د بنديز نوټيفيکيشن معطل کړی ؤ.




