متقي ویلي چې د دوحې غونډه کې؛ د افغانستان پر ثبات او نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار شوی

0
170

متقي ویلي چې د دوحې غونډه کې؛ د افغانستان پر ثبات او نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي چې په دوحه کې د افغان دولت او امریکایي پلاوي ترمنځ روانه غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او دغه راز پر مثبتو دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې شوې دي.

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي چې په دوحه کې د افغان دولت او امریکایي پلاوي ترمنځ روانه غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او دغه راز پر مثبتو دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې شوې دي.

د متقي په خبره، په دغه غونډه کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کېږي او دغه راز به اجازه نه ورکول کېږي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

هغه څرګنده کړې چې د یادې غونډې بله مهمه اجنډا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل دي او همدارنګه ټینګار شوی دی چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره باید هر څه ژر د مرستو عملي لړۍ پیل شي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی نو باید د تضعیف پر ځای د نوي دولت ملاتړ وشي څو په سمه توګه افغان ولس ته اړین سهولتونه او د ژوند کولو امکانات برابر کړي.

متقي زیاته کړې، چې دا خبرې به سبا هم دوام ولري او په راتلونکو ورځو کې به د اروپایي هېوادونو له استازو سره هم پر مهمو موضوعاتو اړین بحثونه وشي.

Leave a reply