د مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکی د قومي اسمبلۍ پخواني غړي شيخ وقاص اکرم په پاکستان تحريک انصاف کښې شامل شوے

0
182

باغي ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکی د قومي اسمبلۍ پخواني غړي شيخ وقاص اکرم په پاکستان تحريک انصاف کښې شامل شوے۔

له جهنګ څخه د قومي اسمبلۍ پخواني غړي شیخ وقاص اکرم له عمران خان سره په لیدنه کې د تحریک انصاف ګوند سره د یوځای کیدو اعلان وکړ. په دې موقع عامر كياني او فواد چوهدري هم موجود وو۔

شیخ وقاص اکرم د پاکستان تحریک انصاف په مشري د پوره اعتماد څرګندونه کړې او د تحریک انصاف د حقیقي ازادۍ تحریک او منشور یې د بشپړ ملاتړ اعلان هم کړی دی.

د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شيخ وقاص اکرم په تحريک انصاف کښې د شاملېدو د پرېکړې هرکلے وکړ او مبارکي يې ورکړه.

ياده دې وي چې شيخ وقاص اکرم په کال ۲۰۱۳م کې مسلم ليګ (ق) پرېښود او پاکستان مسلم ليګ (ن) کې د شاملېدو اعلان يې کړی و او د حلقه اين اے ۱۱۵ نه د قامي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.

Leave a reply