د کوئټې عدالت د ادارو خلاف د بدنامۍ په مقدمه کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د چيئرمين عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړے دے

باغی ټی وی رپورټ
د کوئټې عدالت د ادارو خلاف د بدنامۍ په مقدمه کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د چيئرمين عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړے دے۔
د کوټې جوډيشل مجسټرېټ عدالت د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی.
جوډيشل مجسټرېټ امر کړی چې عمران خان دې ونيول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.
د عمران خان خلاف د ادارو د بدنامۍ مقدمه بجلي روډ پوليس سټيشن کښې درج کړې شوې ده۔
ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي هم د شهري عبدالخليل کاکړ لخوا دائر شوي مقدمه کښي وئيلي شوي وو چي عمران خان په رياستي ادارو بي بنياد تورونه لګولي دي۔
په درخواست کې استدلال شوى چې عمران خان د رياستي ادارو د افسرانو په ضد بې جوازه او سپکوونکې ويناوې کولو سره نفرت خوروي.
عمران خان د لاهور هائي کورټ کښې د کوئټې مقدمې کښې د حفاظتي ضمانت لپاره درخواست هم جمع کړې دې۔






