حکومت د نړيوال پولي فنډ ( آئي اېم اېف ) په شرط د لگژري څيزونو باندې د ۲۵ فيصده سيلز ټېكس لګولو نوټيفيكشن جاري كړے دے

0
206

حکومت د نړيوال پولي فنډ ( آئي اېم اېف ) په شرط د لگژري څيزونو باندې د ۲۵ فيصده سيلز ټېكس لګولو نوټيفيكشن جاري كړے دے
باغي ټي وی رپورټ
حکومت د نړيوال پولي فنډ ( آئي اېم اېف ) په شرط د لگژري څيزونو باندې د ۲۵ فيصده سيلز ټېكس لګولو نوټيفيكشن جاري كړے دے۔

ايف بي آر په سلگونو لگژري گاډو باندې د سيلز ټېکس ٢٥ فيصده ته زياتولو نوټيفيکيشن جاري کړى چې ورسره به په څلورو مياشتو کې ١٥ اربه روپۍ عايد ترلاسه کيږي.

نوټيفيکيشن ترمخه په درآمد شوي اليکټرانک سامان، ميک اپ سامان، امپورټ شوي لپسټک، فيس پاؤډر، هيئر رولرز او ډائرر باندې هم د سيلز ټيکس شرح 25 فيصده ته پورته کړې شوې ده۔

نوټيفيکيشن ترمخه د پالتو خوراکي خوراک، درآمدي برانډډ بوټانو، امپورډ برانډډ پرس، امپورډ شوي شيمپو، صابون او لوشن، درآمدي برانډډ هيډ فونز، آئي پوډ او سپيکرونو، درآمدي دروازو او کړکيو باندي سيلز ټيکس 25 فيصده ته زيات کړے شوے دے۔

د دې نه علاوه په امپورټ شوي لگژري برتنونو، امپورټ شوي حمام فټینګز، امپورډ ټائلز، سینیټري سامان، امپورډ شوي فرنیچر او فینسی لائټس باندې سیلز ټیکس 25 فیصدو ته اوچت کړے شو او په امپورٹډ او لوکل 1400 سی سی ګاډو باندې به 25 فیصد سیلز ټیکس لګولې شي. ..

Leave a reply