د عمر فاروق ظهور خلاف د عمران خان درخواست خارج شو
باغی ټی وی رپورټ
د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تېر کال د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې په یوه ټوېټ کې ادعا کړې وه چې د توشه خانې د قیمتي ساعت په تړاو د یوه خصوصي ټلویزیوني پروګرام کوربه شاه زیب خانزاده او د هغه مېلمه عمر فاروق په هغه تور لګولی وو نو دې به ددوی په ضد د سپکاوی مقدمه درج کړي.
د باغي ټي وي سرچينو ترمخه عمران خان د دوبۍ بارشا پوليس سټيشن کښې د عمر فاروق ظهور په ضد د بدنامۍ مقدمه درج کولو کوشش کړے وو ولي د تحقيقاتو نه پس دا شکايت رد کړے شو ځکه چې په کوم بنياد د عمر فاروق ظهور د پيرودو دعوا رد شوې وه۔ د هغه د ادعا په اړه ټول شواهد لري، چې دا ښيي چې هغه اوس د هغه قیمتي ساعت مالک دی چې عمران خان د وزیر په توګه له توشه خانې څخه اخیستی او پلورلی دی.
باغي ذرائعو دا هم وئيلي دي چې د عمر فاروق ظهور لخوا په نجي ټي وي باندې د شوې دعوې د حقيقت معلومولو لپاره د نيب ټيم د دې معاملې د پلټنو په مهال دوبئ کښې د پاکستان قونصلګرۍ کښې د عمر فاروق ظهور سره مرکه کړې ده وړاندې شوي شواهد په دقت سره څېړل شوي او پخپله عمر فاروق ظهور بازات هم د دې ډلې په وړاندې حاضر شوی دی.
له دې وروسته دې ډلې د عمر فاروق ظهور څخه غوښتل شوي شواهد په کلکه وڅیړل او د هغه څخه یې نقلونه واخستل ترڅو په دې قضیه کې د ثبوت په توګه وړاندې شي.
ياده دې وي چې د دې نه وړاندې د نيب ټيم عمر فاروق ته د فرورۍ په درېيمه نيټه د يو خط په ذريعه په تحقيقاتو کښې د ګډون لپاره نوټس استولې وو۔