د اسلام اباد پولیس چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان د نیولو وارنټ ترلاسه کولو لپاره لاهور ته راغلی و، د شبلي فراز په ګډون د 150 نامعلومو فعالانو په ضد یې مقدمه درج کړې ده

0
223

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام اباد پولیس چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان د نیولو وارنټ ترلاسه کولو لپاره لاهور ته راغلی و، د شبلي فراز په ګډون د 150 نامعلومو فعالانو په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

دا مقدمه د اسلام آباد پولیس سټیشن سیکرټریټ د ایس ایچ او ندیم طاهر په شکایت د لاهور په پولیس سټیشن ریس کورس کې درج شوې ده.

د ايف آئي آر ترمخه د اسلام آباد پوليس سټيشن سيکرټريټ ايس ايچ او نديم طاهر د اسلام آباد د ايډيشنل سيشن جج لخوا جاري شوي وارنټ سره زمان پارک لاهور کښي د عمران خان نيازي کور ته رسيدلي دي۔

په ايف آئي آر کښې وئيلي شوي دي چې شبلي فراز په غلط بيانۍ سره په حکومتي ګاډي کښې مداخلت وکړ او ليکلي يې وو چې عمران خان نيازي هلته موجود نه وو او ګواښونه يې هم وکړل.

Leave a reply