خبريالانو سره د پخواني چيف جسټس (ر) ثاقب نثار په خبرو کې تضاد راغلې

0
157

باغی ټی وی رپورټ
خبريالانو سره د پخواني چيف جسټس (ر) ثاقب نثار په خبرو کې تضاد راغی.

د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره” کې دغو دواړو خبريالانو تفصيلات وړاندې کړل.

نن سهار لس بجې پخواني چيف جسټس ثاقب نثار اينکرپرسن عادل شاهزيب ته وويل چې د عمران خان سره يې هيڅ رابطه نشته خو د پخواني ډي جي آئي ايس آئي جنرل (ر) فيض حميد سره يې د رابطې پخلی کړی دی.

وروسته ماسپښين مهال خبريال زاهد ګشکوري سره خبرو کې هغه تاييد کړه چې عمران خان سره يې هم خبرې کړې دي.

ثاقب نثار وویل چې عمران خان د ده خلاف په عدالتي مقدمو کې د مرستې لپاره ورسره تماس نیولی دی.

ياده دې وي چې د نجي ټي وي يو سينئر خبريال سره د خبرو په مهال جسټس (ر) ثاقب نثار وئيلي وؤ چې نن په عدالتونو حمله کوونکی کس يو وخت د عدالتونو د خوښې وړ و، د يو مقدمې نه علاوه به يې تل د عدالتونو نه راحت ترلاسه کړی دی. محکمې ترلاسه کوي

Leave a reply