په هیواد کې انفلاسیون د خلکو ملا ماته کړی ده،خوراکي توکي په څو چنده ګران شوی دي،غریب اولس په لوږه تیرولو مجبور دې
باغی ټی وی رپورټ
په هیواد کې انفلاسیون د خلکو ملا ماته کړی ده،خوراکي توکي په څو چنده ګران شوی دي،غریب اولس په لوږه تیرولو مجبور دې.
د انفلاسیون په ډیریدو کې، ذخیرې هم عام خلک ازمويي، ښاریان مجبور دي چې میاشتې په پور خوراکی توکي واخلي .
اوړه هم له بازاره ورک دي او په هر ځای کې چې پيدا کېږي، د اوړو بېې د خلکو اوښکې تويې کړي دي او نرخ ی ډیر زیات شوې دې.
د اوړو بيه ۲۷۵ روپۍ، د ښه کيفيت سپين وړه ۵۰۰ کلدارې، د ماش دال ۴۶۰ کلدارې کلو، دال مسور ۲۴۰، مسور ۲۶۰ او د ورځنې مصرف وړې وريجې هم له ۳۵۰ کلدارو اوړيدلې.
د غوړیو، چرګ، کب او غوښې بیې په ساعت کې بدلون مومي چې د خلقو ژوند ی سخت اغیزمن کړې.