اډياله جيل کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان لپاره يوه کوټه جوړه شوې ده

0
211

باغي ټی وی رپورټ
اډياله جيل کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان لپاره يوه کوټه جوړه شوې ده۔

دسرچينو له مخې عمران خان به په اډياله جيل کې په هاغه کوټه کې ساتل کيږي چرته چې دمسلم ليگ(ن) مشر اؤ پخوانى وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ٢٠١٩م کال کې نيول شوى ؤ.

ياده دي وي چي د اسلام آباد پوليس ټيم د عمران خان ګرفتارۍ وارنټ سره زمان پارک ته رسيدلي دے۔

سرچينې وائي چې آئي جي اسلام اباد ايس ايس پي اسلام اباد ته د عمران خان د نيولو هدايات کړې دي.

بل خوا سرچینو ویلي چې د لاهور په هوايي ډګر کې یوه ځانګړې الوتکه هم په سټنډ بای کې ساتل شوې ده.

Leave a reply