سږ کال به د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ نن ماښام په مستقيم ډول له کعبې په سر وي
باغي ټي وی رپورټ
سږ کال به د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ نن ماښام په مستقيم ډول له کعبې په سر وي.
د عربي رسنیو له مخې، په جده کې د فلکیاتو ټولنې مشر انجینر ماجد ابو زهرا ویلي دي چې سپوږمۍ به د مکې په اسمان کې د GMT په وخت د ماښام په 7:43 دقیقو کې د 89.5 درجې څخه پورته ښکاري.
سپوږمۍ به په ۲۰۲۳ کال کې د لومړي او وروستي ځل لپاره د پاکستان پر وخت ۱۲:۴۳ دقیقې د کعبې پر لور راښکاره شي.
د انجینر مجید په وینا سپوږمۍ به ۹۳ سلنه روښانه وي، په دې موقع به په اسمان کې نور روښانه ستوري هم لیدلی شي.
انجينر مجيد وايي چې په دې موده کې به د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د قبلې لوري په اسانۍ سره معلوم شي.