د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو سره غوره چلند ترسره کړي.

0
182

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو سره غوره چلند ترسره کړي.

4 مارچ شنبه 2023

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي امریکا له پاکستاني لوري سره په دې تړاو خبرې کړي او پر پاکستان یې غږ کړی څو د افغان کډوالو یا پناه غوښتونکو په اړه خپل اړوند مکلفیتونه ادا کړي.

 

نډ پرایس ویلي: «موږ ټول دولتونه هڅوو چې د افغان مهاجرینو یا پناه غوښتونکو په اړه خپل اړوند مکلفیتونه ادا کړي، او هغه ځای ته د دوی له راستنیدو څخه ډډه وکړي چیرې چې دوی د ځورونې یا شکنجې سره مخ وي.»

اړوند موضوعات

افغان کډوال په پاکستان کې د وروستي خبرداري له امله اندېښمن دي

 

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې پاکستاني حکومت ډیری افغان کډوال زنداني او یا هم ځورولي او لا هم زیات شمیر افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي.

حماد

Leave a reply