پاکستان هیله لري چې د افغان حکومت یو پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي

0
180

پاکستان هیله لري چې د افغان حکومت یو پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي

وروسته له هغې چې کابل ته د پاکستان لوړپوړو چارواکو سفرونه وکړل، تازه پاکستانۍ رسنیو سره په خبرو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر هیله ښودلې، چې سرپرست افغان حکومت به هم یو پلاوی پاکستان ته واستوي.
د راپورونو له مخې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پرمهال پر یو شمېر حساسو مسایلو هم بحث او خبرې شوې وې.

 

(2023 / 3 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
وروسته له هغې چې کابل ته د پاکستان لوړپوړو چارواکو سفرونه وکړل، تازه پاکستانۍ رسنیو سره په خبرو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر هیله ښودلې، چې سرپرست افغان حکومت به هم یو پلاوی پاکستان ته واستوي.
د راپورونو له مخې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پرمهال پر یو شمېر حساسو مسایلو هم بحث او خبرې شوې وې.
هغه مهال هندۍ رسنۍ نیوز ۱۸ په یو راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته د پاکستان د ISI د مشر د سفر پر مهال نوموړي کابل کې افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې پاکستان کولی شي هر ځای کې د خپل نظام مخالفې ډلې وځپي.
د دغې رسنۍ د خبر له مخې د ISI د مشر دې خبرې ته د افغانستان دفاع وزیر تند غبرګون وښود او په ځواب کې یې ورته خبرداری ورکړی و چې موږ ته ګواښ کوونکي لکه د امریکا پڅېر ورکیږي.

اړوند موضوعات:

تورخم؛ افغان او پاکستانی لوری د تګ راتګ پر اسانتیا خبرې کوي

د افغانستان دفاع وزیر تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د پاکستاني لوري په ناسمو خبرو تند غبرګون ښودلی و.
تر اوسه پاکستان ته د افغان پلاوي د تلو په اړه افغان حکومت څۀ نه دي ویلي.

Leave a reply