په یوټیلیټي سټورونو کې مختلفو برانڈونو د خپلو محصولاتو بیې لوړې کړې دي

0
222

باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: په یوټیلیټي سټورونو کې مختلفو برانڈونو د خپلو محصولاتو بیې لوړې کړې دي.

په يوټيليټي سټورونو کښې د شيدو، چاي، کريم او جوس په نرخونو کښې زياتوالى راغلى د کوم لپاره چې نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې د نرخونو زياتوالي به په يوټيليټي سټورونو په فوري توګه نافذ شي۔

په يوټيليټي سټورونو کښې د يو ليټر شيدو په بيه کښې 30 روپۍ زياتوالى راغلى چې له دې وروستو د يو ليټر شيدو پيکټ بيه له 217 روپو څخه 247 روپو ته او د 900 ګرامه چاى په بيه کښې 250 روپۍ زياتوالى راغلى دى. د 1490 روپو څخه 1740 روپو ته لوړ شوی.

د دې تر څنګ د ۲۰۰ ګرامه کریم په بیه کې ۲۰ روپۍ او د ۱۰۰۰ ملی لیتره جوس په بیه کې ۱۰ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

Leave a reply