د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي افغانستان تر ټولو زیات د چاودیدونکو توکو ښکار شوی هیواد دی.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي افغانستان تر ټولو زیات د چاودیدونکو توکو ښکار شوی هیواد دی.
1 مارچ چهارشنبه 2023
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې په نړۍ کې افغانستان تر ټولو زیات په چاودیدونکو توکو ککړ هېواد دی. یاده اداره وایي، جنګونو او جګړو افغانستان له داسې حالت سره مخ کړی، خو تر دې وړاندې یاد هېواد د جرګو او مرکو کور بلل کېده.
اوچا ویلي، د چاودیدونکو توکو له امله ۴،۹ میلیونه افغانان زیانمن شوي چې پکې ۱،۴ میلیونه وګړي بیړنیو مرستو او لاس نیوي ته ضرورت لري. یادې ادارې زیاته کړې چې د ناچاودیدونکو توکو له منځه وړلو او خنثی کولو لپاره ۱۸،۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
اړوند موضوعات
اوچا: 3 میلیارد دالر برای کمک به مردم فقیر افغانستان مورد نیاز است
د یادولو ده چې په کندهار، هلمند، کونړ او فراه کې د چادویدونکو توکو کچه لوړه، خو په کاپیسا، بامیان، جوزجان او بادغیس کې د چاودیدونکو توکو کچه تر ټیټه ده.






