کندوز ولایت کښې چاودنه

د کندوز په مسجد کښې چاودنې نه پس: فوټو سی سي این این
باغي ټي وي رپورټ
نن د جمعې په ورځ د افغانستان په کندوز ولایت خان آباد کښې په یو مسجد کښې د جمعه مانځه په وخت چاودنه شوې دې، د سي این این مطابق دا چاودنه یو ځانمرګي بریدګر کړې ده چې د سي این این رپورټ مطابق ۲۰ کسان وژل شوي دي.
په ټولنیز رسنیو ددې چاودنې په اړه ویلی شي چې په دې برید کښې ۱۰۰ تنه شهیدان شوي دي ځکه چې په دې مسجد کښې تر ۳۰۰ پورې مونځ کوونکې موجود وو، داسې هم ویل شی چې دا چاودنه د شیعه مسلک مسلمانانو په مسجد کښې شوې ده، د برید پړه لا کوم ګروپ په غاړه نه ده اخستې، د امارت اسلامی افغانستان ویاند ذبیح الله برید تصدیق کړې او وایی چې د طالبانو ځانګړې قواوې کندوز ته رسیدلي دې او برید په اړه ی پلټنې پیل کړي دي.
یاده دې وي چې د امریکایی او نیټو ځواکونو په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ د افغانستان نه د وتلو نه لږې ورځې وړاندې هم په کابل هوایی ډګر یو ځانمرګي برید شوې وو چې ذمه واري ی داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه، په دې برید کښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم وژل شوي وو.
سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې که داعش ډله په افغانستان کښې شتون او فعالیت ولري نو دا به طالبانو لپاره یو ډیر لوی د سر درد او چیلنج وګرځي.
#جنایت:
نن ماسپښین د کندز مرکز اړوند خان اباد بندر سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو په یوه مسجد کې چاودنه وشوه، چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د پیښې ځای ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي دي او د پیښې څیړنې یې پیل کړې دي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 8, 2021
A blast targeted a Shia mosque in Afghanistan, causing casualties, a Taliban spokesman says. No group has claimed responsibility for the attack yet. https://t.co/5fCrByrxk5 pic.twitter.com/2s1roBJl3T
— CNN (@CNN) October 8, 2021






