د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وايي هرکله چې ورته امر وشي نو انتخابات به کوي

0
90

باغي ټی وی رپورټ

لاهور: د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وايي هرکله چې ورته امر وشي نو انتخابات به کوي.

په لاهور کې د مراسمو پر مهال محسن نقوي وویل چې ما د چا انتقام نه دی اخیستی، موږ فکر کاوه چې ډېر کسان به نیول کېږي، د ډېرو نیول کېدو له امله ځینې کسان د نورو ښارونو زندانونو ته استول شوي دي. محسن نقوي وويل زه د لاهور اوسېدونکی يم، د لاهور کومه پروژه به پرې نه ږدم، د روانو پروژو بشپړول يې لومړيتوب دی، کومې پروژې چې په کم وخت کې بشپړې شي هغه به بشپړې شي.

د پنجاب نګران وزيراعلي وويل د پي سي بي سره يو تړون شوى، پي سي بي به څراغونه اخلي، څراغونه به کرايه نه ورکوي، تير کال ٦٠ کروړه روپۍ يواځې د څراغونو په کرايه لګول شوې وې، سږ کال هم ٥٠ کروړه روپۍ مصرف شوي دي.
د څراغونو کرايه دا روپۍ وه.

Leave a reply