اسلام اباد هائيکورټ د توشه خانې د فيصلې په ضد د احتجاج په مقدمه کې د عمران خان د ضمانت درخواست باندې درې اعتراضونه پورته کړل
باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد هائيکورټ د توشه خانې د فيصلې په ضد د احتجاج په مقدمه کې د عمران خان د ضمانت درخواست باندې درې اعتراضونه پورته کړل.
د رجسټرار دفتر لخوا پورته شوي اعتراض کښې وئيلي شوي دي چې درخواست باندې د عمران خان دستخط په دوه ځايونو مختلف دي۔
د رجسټرار دفتر اعتراض کړی چې عمران خان بایومیټریک تصدیق نه دی کړی او د ګرفتارۍ نه وړاندې هائی کورټ کښې ضمانت څنګه جمع کولی شی؟ عمران خان د سيشن کورټ نه د ضمانت درخواست واپس اخستې او هائي کورټ کښې جمع کړے دے۔
ياده دي وي چي د عمران خان خلاف د مسلم ليګ ن د مشر محسن شاه نواز رانجها په شکايت د پوليس سټيشن سيکرټريټ کښي مقدمه درج کړے شوي ده۔