سپريم کورټ د سائيفر پلټنو لپاره د چيمبر اپيلونو اوريدو لپاره ليکلي حکم جاري کړے دے

0
88

باغی ټی وی رپورټ
سپريم کورټ د سائيفر پلټنو لپاره د چيمبر اپيلونو اوريدو لپاره ليکلي حکم جاري کړے دے۔

په ليکلي حکم کې راغلي چې ستره محکمه نه شي کولى د اجرائيه قوې په واکونو کې لاسوهنه وکړي، د اساسي قانون ١٧٥/٣ ماده قضايه قوه له اجرائيه څخه بېلوي، قضايه قوه او اجرائيه بايد د يو بل په واکونو کې مداخله ونه کړي.

سپريم کورټ وايي د هغه وخت وزيراعظم عمران خان د سيفر په اړه د پلټنو اختيار درلود، دا سيفر د بهرنو چارو لاندې راځي کومه چې د وفاقي حکومت مسله ده، درخواست کونکی د سيفر په ذريعه د بنيادي حقونو خلاف ورزي ثابت نه کړای شي، رجسټرار دفتر د اعتراضونو د ساتلو په وخت کې د دریو خونې استیناف غوښتنې رد شوي.

ياده دي وي چي جسټس قاضي فائز عيسٰي تيره ورځ د سيفران د پلټنو لپاره دائر شوي اپيل سماعت کړي وو۔

وکیلانو ذوالفقار بهټه، نعیم الحسن او طارق بدر د سایفر د پلټنو لپاره چیمبر اپیل کړی وو.

Leave a reply