د مري قبائيلي اتحاد چيئرمېن مير جهانګير خان تور لګوي چې بلوچستان حکومت د بارکان په پېښه کې د خپل وزير د ژغورلو هڅه کوي
باغي ټي وی رپورټ
د مري قبائيلي اتحاد چيئرمېن مير جهانګير خان تور لګوي چې بلوچستان حکومت د بارکان په پېښه کې د خپل وزير د ژغورلو هڅه کوي.
په کوټه کې په بارکان کې د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي او د مري قبیلې غړي په احتجاجي ناسته کې دي.
په دي موقع ميډيا سره خبرو کښي د مري قبائلي اتحاد چيئرمين مير جهانګير خان وئيلي دي چي اغوا شوي ماشومان د سردار عبدالرحمان کيتران ملګري وډير ته سپارلي شوي دي۔
مير جهانګير خان تور ولګاوه چې د بلوچستان حکومت د خپل وزير د ژغورلو لپاره دا کار کوي، موږ د بارکان په پېښه کې د ښکېلو کسانو نيول غواړو، د خان محمد مري پنځه ماشومان دې ژر تر ژره بېرته ونيول شي، د صوبايي وزير پر ضد دې
مقدمه درج شي. او وزارت باید له کاره ګوښه شي، په دې مسله کې د مرستې لپاره وفاقي حکومت او سترې محکمې ته عریضه وکړي. مير جهانګير خان وويل چې ميرمنې په ويډيو کې ژړلي دي، تر دې مهاله د هغې مقدمه نه ده چلول شوې، د صوبائي حکومت کارکردگۍ نفي ده، د داخله وزير لخوا رابلل شوې غونډه بې نتيجه ده.