په هند کې یوه غمجنه پیښه رامنځ ته شوې، یو زده کوونکي د کالج په پرنسپل پیټرول اچولې او سوځولې ی دې

0
192

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې یوه غمجنه پیښه رامنځ ته شوې چې یوه پخواني زده کوونکي د یوه کالج پرنسپل د مارک شیټ د نه ورکولو له امله په پټرول شیندلو سره اور ورته کړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، اشوتوش شریواستوا، د مدهیا پردیش په اندور کې د فارمسي کالج پخوانی زده کوونکی د دوشنبې په ورځ د کالج پرنسپل په داسې حال کې وسوځاوه چې هغه د مارک شیټ په ورکولو کې د ځنډ له امله کور ته ستنه شوه.راپورونه وايي، چې د اور لګېدو سره سم پرنسپل د کالج ودانۍ ته ورغی، چې وروسته کارکوونکو اور ولګېد او روغتون ته يې ولېږداوه.

د اندور د پولیسو د سپرنټنډنټ په وینا ، د کالج پرنسپل 54 کلن ویمکیتا شرما 90 سلنه سوځیدلی او د هغې حالت نازک دی ، پداسې حال کې چې تورن په لاس او سینه هم ټپونه لري.د پيښي سمدستي وروسته د پيښي نه پس د کالج چوکيدارانو ملزم نيولي او پوليس ته ئي حواله کړي دي چرته ئي چي هغه په ​​خپل جرم اعتراف هم کړي دي۔

د هندي ميډيا له مخې د پوښتنو ګروېږنو په مهال ملزم څرګنده كړه چې د اووم او اتم سمسټر امتحانونه يې وركړي وو او نتيجه يې د كال 2022م په جولائي كښې راغلې وه۔ خو د څو غوښتنو باوجود کالج ورته د مارک شیټ نه دی ورکړی چې له امله یې پرنسپل سخت په غوسه شو.

Leave a reply