د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته سپارښتنه کړې چې توبه وباسي

0
86

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته سپارښتنه کړې چې توبه وباسي، بښنه وغواړي او اعتراف وکړي چې غیر جمهوري دی، پارلمان ته ورشي او له موږ سره خبرې وکړي.

امريکايي ميډيا ته د يوې مرکې په مهال بلاول بهټو وويل عمران خان غواړي پوځ په سياست کې رول ولوبوي، اقتدار ته د ستنيدو لپاره ورسره مرسته وکړي، که هغه خپله طريقه بدله کړي نو په سياست کې يې مستقبل دى.بلاول بهټو دعوه کړې چې نوې ملکي او پوځي قيادت د عمران خان پاليسۍ ته مکمله ضربه ورکړې ده.

ده ووئيل د عمران حكومت پالېسۍ د ترهګرو خوشاله كول وو، كوم هېواد چې له تحريك طالبان پاكستان سره ملګرتيا كوي د پاكستان دوست نه شي كېداى.

Leave a reply