د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي وي او پارليمان بريد کېس اړوند د عمران خان خلاف د دوه مقدمو نه د اے ټي سي احکام حذف کړي دي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي وي او پارليمان بريد کېس اړوند د عمران خان خلاف د دوه مقدمو نه د اے ټي سي احکام حذف کړي دي.
په ۲۰۱۴م کال کې د پي ټي ايي په دھرنا کې پر پي ټي وي او پارليمان باندې د حملو مقدمې درج شوې وې چې پکې د عمران خان همکار د ترهګرۍ د مقدمو د ختمولو درخواست جمع کړی و.
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي جواد عباس د درخواست په اړه پرېکړه وکړه او د پي ټي ايي د مشر پر ضد يې د ترهګرۍ ضد احکام له دوو ځايونو لغوه کړل.
د ترهگرۍ ضد محکمې د ترهگرۍ مقدمې ختمې کړې او مقدمه يې سيشن کورټ ته لېږلې ده.