لوبغاړي د امن سفیران وي،لوبې ځوانان د نشې او منفي کارونو څخه لرې ساتي: عبدالمتین خادم

لنډي کوتل: شپږ شپیته کلن عبدالمتین خادم ورزش کوي
نصیب شاه شینواري
د افغانستان د تایکونډو کراټې پخوانې لوبغاړې او کوچ چې وس ی عمر ۶۶ شپږ شپیته کاله دې، په دې عمر کښې هم د ورځې ۲ ساعته ورزش کوي او هیڅ کوم مرض لکه شکر،د زړه ناروغي یا د وینې فشار نه لري او ښه صحمتمند دې.
رسینو سره خبرو کښې افغان ۶۶ کلن او د افغانستان د تایکوانډو کراټې ضرب مجاهد اتحادیی مشر عبد المتین خادم اوویل چې د کال ۱۹۷۵ څخه کراټې کوي او تر نن پورې ورزش کوي، په پاکستان او افغانستان کښې په سلګونو شاګردان لري.
عبدالمتین خادم چې پاکستان ته ی سفر کړې دې په لنډیکوتل تحصیل کښې د کیوکشن کان کراټې مرکز دوره هم وکړه او د لنډیکوتل تحصیل د مارشل آرټس کراټې(کیوکشن کان کراټې) .
د کراټې دا مرکز د تیرو ۲۵ کالوراهسې په لنډیکوتل کښې فعال دې او ددې مرکز چلوونکي ددې سیمې ځوانانو جسماني تربیت کوي.
ددې مرکز بین المللي د کراټې کیوکشن کان لوبغاړې او کوچ نور اسلم شینواري د افغان کراټې کوچ تود هرکلې وکړو او هغه ته ی د کراټې قمیص د ډالۍ په توګه وړاندې کړو.
په دې موقع عبدالمتین خادم د لنډي کوتل ځایی ځوانان او لوبغاړي چې په دې مرکز کښې وزش کوي ،په خپله وینا کښې اوویل چې تاسو د پاکستان او افغانستان قیمتي اثاثه یو او دا وخت تاسو د یو مهم مرکز برخه یو. نوموړي اوویل چې د لوبغاړي یو امن نخښه وي او د خپل ملک نمایندګي کوي.
نوموړي اوویل چې جسماني ورزش او په ځانګړي توګه کراټې یو داسې لوبه او ورزش دې چې انسان په جسماني توګه قوي او چمتو ساتي او یوه مهمه خبره داده چې دا لوبه یو انسان د منفي کارونو،نشه ی توکو او منفي سوچونو سخه لرې ساتي او د یو ښایسته او پیاوړې ژوند تیرولو طریقه ورښایی.

………
رسینو سره په خبره کښې عبدالمتین خادم اوویل چې د نړۍ په یو شمیر هیودونو کښې د افغانستان نمایندګي کړې او د افغانستان لپاره ی بریاوې راوړي دي.
نوموړي اوویل چې په نړیوال کچ ی تهایی لینډ، بنکاک ، وسطي آسیا او هند کښې ی د افغانستان نمایندګي کړې ده او افغانستان لپاره ی انعامونه او بریاوې راوړي دي، هغه وایی چې په دې ویاړ یم چې د افغانستان لپاره لوبه کړي او نن هم په افغانستان او پاکستان کښې په سلګونو شاګردان لرم چې د منفي کارونو څخه لرې دي ،خپله لوبه کوي او د افغانستان او پاکستان نوم ی په نړۍ کښې روښانه کړې دې.
افغان د کراټې کوچ وایی چې لوبې د امن ،خوشحالۍ او رورولې پیغام خپروي، لوبغاړې د امن او کلتور نخښې وي.








