د بریتانوي ځواکونو لوی درستیز له دندې ګوښه شوی

0
129

د بریتانوي ځواکونو لوی درستیز له دندې ګوښه شوی

وروسته تر هغه چې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د طا لبانو د ګړندي پرمختګ لامل د امریکا غلطه محاسبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دوی د غلطو معلوماتو ښکار شوي دي، له دندې ګوښه شوی دی.

 

(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د طا لبانو د ګړندي پرمختګ لامل د امریکا غلطه محاسبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دوی د غلطو معلوماتو ښکار شوي دي، له دندې ګوښه شوی دی.

نیکولاس پټریک کارټر چې پر جنرال کارټر مشهور دی ممکن خپل ځای د سمندري ځواکونو اوسني قومندان ټوني راډکین ته وسپاري.

کارټر د افغان بحران دویم بریتانوی قرباني دی، تر ده وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب هم وروسته تر هغه له دندې ګوښه شو چې ویې ویل، دوی د امریکا د غلطې محاسبې ښکار شوي دي او همدا لامل دی چې طا لبانو پرمختګ وکړ او دوی د افغانستان په څېر ستراتیژیکه سیمه خپلو رقیبانو ته پرېښوده.

Leave a reply