د بالیووډ اداکارې سوارا بھاسکر د هند د سماج وادي ګوند له مشر فهد احمد سره واده وکړ

0
159

باغي ټی وی رپورټ

د بالیووډ اداکارې سوارا بھاسکر د هند د سماج وادي ګوند له مشر فهد احمد سره واده وکړ.

اداکارې سوارا په ټویټر کې د خپل او هندي سیاستوال د محکمې واده او وروسته له محکمې بهر عکسونه شریک کړل او د واده اعلان یې وکړ.

د واده په اړه په ټویټونو کې سوارا بھاسکر اعتراف وکړ چې د بالیووډ د ودونو له دودیز کلتور څخه متاثره شوې، سوارا هم په خپل ټویټر کې پدې اړه یو کالم شریک کړی.

سوارا په خپل ټویټر کې لیکلي چې د واده رسمي مراسم لا تر اوسه نه دي ترسره شوي، خو دا مهال نه شي ویلای چې د واده بیلابیل مراسم به څومره په زړه پورې وي.

له بلې خوا، سوارا د واده د عکسونو ترڅنګ په یوه ټویټ کې ویلي چې د واده په مناسبت یې د خپلې مور د واده کالي او زیورات اغوستي وو.

د اداکارې په وينا، د واده د ځانګړي قانون له مخې يې واده کړى، خو د شهنايي واده ته تياريانې روانې دي.

Leave a reply